په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو او اعدامونو په اړه د ملګرو ملتونو نیوکه

د ملګرو ملتونو سازمان په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو او د اعدامونو په دوام باندې انتقاد کړی دی.

د ایران لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپورتر جاوېد رحمان ویلي چې په ایران کې د لږکیو د حقونو د نقض دوام، د کارګرانو او جبري حجاب د مخالفینو ځپنې، د اعدامونو دوام خاصتاً د ماشومو مجرمینو اعدام سخت اندېښمن کړی دی.

رحمان د ایران د بشري حقونو د وضعیت او شته ننګونو په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلۍ درېیمې کمېټې ته چې وړمه ورځ یې د ایران په اړه بحث کاوه، وسپاره.

ښاغلي رحمان د راپور د جزیاتو په اړه وړمه ورځ خبریالانو ته هم غږېدلی دی.

د نورو مهمو مسایلو تر څنګ د هغه د راپور لوی ټکي دا دي چې په ایران کې د اعدامونو کچه خورا لوړه پاتې ده.

دی وایي: "زه په ایران کې د اعدام د سزا د تداوم په اړه سخت اندېښمن یم، که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې د تېرو کلونو په نسبت د اعدامونو کچه ډېره کمه وه، خو بیا یې هم شمېره په ټوله نړۍ کې پورته ده، ۲۵۳ کسان په ۲۰۱۸ کال کې اعدام شوي، د کم عمره یا ماشومو مجرمینو اعدام هم دوام لري، په ۲۰۱۹ کال کې لږ تر لږه دوه ماشومان چې دواړه یې اولس کلن وو، اعدام شوي."

د رحمان د راپور له مخې، په هغو کسانو کې چې د اعدام حکمونه پرې صادر شوي، ۹۰ تنه له اتلسو کم عمره ځوانان شامل دي.

تر چین وروسته ایران دوهم هېواد دی چې تر ډېره د اعدام سزا تطبیقوي، خو د کلنیو شمېرو په اساس ایران اول راغلی، ځکه د چین له‌خوا د اعدام شویو کسانو شمېر نه‌اعلانېږي.

په ایران کې د ډېرو زیاتو جرمونو د ارتکاب په صورت کې خلک اعدامېږي.

قتل، سیاسي او وسله وال مخالفت، جاسوسي، د مخدره موادو قاچاق، زنا، فساد او ګڼ نور مسایل په ایران کې هغه جرمونه دي چې مرتکبین یې د راپورونو په اساس ان د عادلانه قضايي مراحلو له طی کولو پرته هم اعدامېږي.

لسګونه افغانان هم د بېلابېلو راپورونو په اساس په تېرو څو کلونو کې د ایران د حکومت له خوا اعدام شوي دي.

شااوخوا پنځه زره افغانان د ایران په زندانونو کې بندیان دي چې له ډلې یې ځیني د مخدره موادو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوي دي.

ایران د نړۍ له بېلابېلو فشارونو سره سره بیا هم د اعدامونو سزا تطبیقوي او د بشري حقونو د فعالانو او څارونکو د راپورونو په اساس په کور دننه مذهبي او قومي اقلیتونه له سختیو سره مخ دي.

د ایران د بشري حقونو د وضعیت او شته ننګونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان راپور د ایراني چارواکو تُند غبرګون پارولی دی.

د ملګرو ملتونو درېیمه کمېټه کې چې د ایران د بشري حقونو وضعیت یې څېړه، د ایران استازي محمد حسني نژاد د ملګرو ملتونو راپور غندلی او ویلي یې دي چې دا راپور د ایران د بشري حقونو له وضعیت سره تړاو نه لري.

هغه انتقاد کړی چې دا راپور د امریکا د پالېسیو په خوښه جوړ شوی دی.

امریکا متحده ایالتونو په وار وار ټینګار کړی چې ایران په خپلو خلکو باندې له حده زیاتې سختۍ راوستي او رژیم له کلونو په خلکو واک چلوي.