د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا: بیا د ملي یووالي په څېر حکومت د منلو نه دی

د جمهوري ریاست د انتخاباتو کاندیدانو په یوې خبري ناستې کې وویل، د انتخاباتو کمېسیون دې د پاکو ورایو وړونکی کاندید بریالی اعلان کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا وايي، یوشمېر هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې ۲۰۱۴ میلادي کال سناریو تکرار شي.

د دغې شورا غړو نن (عقرب دویمه) په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د انتخاباتو کمېسیون دې د پاکو ورایو وړونکی کاندید بریالی اعلان کړي.

که څه هم د جمهوري ریاست د انتخاباتو د پایلو د اعلان کره نېټه نه ده معلومه، خو ورځ تربلې یې په اړه شکونه او اندېښنې زیاتیږي.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا وايي، یوشمېر هېوادونه هڅه کوي، چې یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت تکرار شي.

د جمهوري ریاست کاندید احمد ولي مسعود چې د پنجشنبې په ورځ یې د نورو کاندیدانو په استازتیوب خبرې کولې که څه هم د کوم هېواد نوم وانخیست، خو ټینګار یې وکړ چې دغه سناریو ورته د منلو نه ده.

هغه وویل: "هېوادونه شته چې سکوت یې اختیار کړی، د دوی یوشمېر یې هڅې کوي چې د ۲۰۱۴ کال سناریو تکرار کړي، دا سناریو افغانانو ته د منلوړ وړ نه ده، اوسنی نسل پوه ده او د خپل برخلیک په اړه حساس دی."

د جمهوري ریاست بل کاندید عنایت حافظ په همدې خبري غونډه کې وویل، د انتخابات له خپلواک کمېسیون غواړو چې د انتخاباتو اصلي وړونکی په جدیت او قاطعیت سره اعلان کړي چې موږ او نړیواله ټولنه به یې ملاتړ وکړو.

بل خوا د جمهوري ریاست بل کاندید شهاب حکیمي ادعا وکړه چې د تېرې پنجشنبې په شپه د ډیټا سنټر قفل له ماتېدو وروسته هکرانو شاه خوا درې لکه رایې د سیسټم ته داخلې کړې.

دا هغه ادعا ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې ردوي، خو دا مني چې د ډیټا سنټر د لومړۍ دروازې قفل مات شوی.

د ټاکنو کمېسیون ویانده شیما رضايي وايي، که څوک په دې برخه کې اسناد لري له دوی سره دې شریک کړي، که نه په داسې څرګندونو دې د خلکو افکار نه ګډوډوي.

اغلې رضايي ټینګار وکړ چې کمېسیون به د خلکو له پاکو رایو ساتنه کوي او ګټوونکی به اعلانوي.

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ټول توان سره هڅه کوي چې د خلکو له رایو ساتنه وکړي او هغه څه چې خلکو تصمیم نیولی هغه اعلان کړي."

ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷ اعلان کړي، خو کمېسیون په دې ژمنه کې پاتې راغلی او له خلکو یې بخښنه وغوښتله.

له انتخاباتي مهالویش سره سم د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستۍ پایلې د عقرب په شپاړلسمه اعلان شي، خو اوس چې کارونه له انتخاباتي مهالویش نه یو څه پاتې شوي، وبه لیدلای شي، چې دغه پایلې په خپل وخت اعلانیږي کنه؟