د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي بورسونو د غوښتنلیکونو انلاین سیستم پرانیست

د لوړو زده کړو وزارت چارواکو په وینا له دې وروسته هیڅوک نشي کولای د تحصیلي بورس لپاره له انلاین لارې پرته بله لاره وکاروي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بورسونو د ښه مدیریت لپاره نوی انلاین سیسټم پرانیست.

د دغه وزارت د محصلانو د چارو مرستیال بري صدیقي پرون په کابل پوهنتون کې په دې مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، د دې انلاین سیسټم په جوړېدو سره به د تحصیلي بورسونو په برخه کې شفافیت رامنځ ته او د فساد مخه ونیول شي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، هرهغه محصل یا له دولسم ټولګي فارغ چې غواړي د بورسیې له لارې بهر کې زده کړې وکړي، کولی شي ددغه اپلیکېشن له لارې خپل غوښتنلیک له پیل څخه تر پایه په انلاین ډول بشپړ کړي.

د صدیقي په وینا له دې وروسته هیڅوک نشي کولای د تحصیلي بورس لپاره له انلاین لارې پرته بله لاره وکاروي.

دغه سیسټم داسې مهال جوړیږي چې له دې وړاندې ډیری محصلینو او د دولسمو ټولګیو فارغانو شکایت درلود چې په تحصیلي بورسونو کې ډیرځلې هغه کسان بهرنیو هېوادونو ته د زده کړې لپاره استول کیږي چې واسطې لري.