د ناټو سرمنشي د افغانستان ټاکنو کې پر ښکېلو خواو د زغم غږ کړی

ښاغلي سټولټنبرګ پرون (اکټوبر ۲۳مه) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، په ټاکنو کې ټولې شریکې خواوې باید له زغمه کار واخلي او د ټاکنیز بهیر بشپړېدو ته صبر وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې په ټاکنو کې پر شریکو خواوو غږ وکړ چې ټاکنیزو ادارو ته د کار کولو وخت ورکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ پرون (اکټوبر ۲۳مه) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، په ټاکنو کې ټولې شریکې خواوې باید له زغمه کار واخلي او د ټاکنیز بهیر بشپړېدو ته صبر وکړي.

نوموړي وویل: "بې له شکه، کله چې د ټاکنو خبره شي، شفافیت او اعتبار مهمې مسئلې دي. ځکه موږ ازادو او عادلانه انتخاباتو ته اړتیا لرو. زه د افغانستان امنیتي ځواکونه ستایم چې دې ته یې زمینه برابره کړه چې په افغانستان کې انتخابات وشي. اوس، مهم پيغام دا دی چې ټولې خواوې له زغمه کار واخلي او ارام واوسي چې ټاکنیز بهیر په منظم ډول پای ته ورسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې سبا (اکټوبر ۲۵مه) د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیران د بروکسل په ناسته کې پر افغانستان خبرې کوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد هم دغې غونډې ته ورغلی دی.