د صلاح‌الدین رباني استعفا ته د امریکا سفیر او اروپايي ټولنې استازي غبرګون

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر صلاح‌الدین رباني

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني تر استعفا وروسته هغه د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږدمهالي شراکت ښه ملاتړی بللی او له هغه یې مننه کړې ده.

ښاغلي بس پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې "زه خوښ یم چې صلاح الدین رباني پلان لري چې د افغانستان د خدمت لپاره د خپلې کورنۍ دود ژوندی وساتي."

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا په خپله تويټر پاڼه لیکلي "مننه وزیر رباني له دې چې ښې خبرې اترې مو درلودلي دي. زه په راتلونکي کې د یوه ټوله‌ییز او استازي دولت هیله لرم چې د ټولو اصلي لوبغاړو د قدرت ترکیب وي ترڅو په مشروعیت او پیاوړتیا د سولې بهیر پر مخ یوسي."

ښاغلي رباني پرون (د اکټوبر ۲۳مه) د بهرنیو چارو وزارت له سرپرستۍ استعفی وکړه.

د نوموړي د استعفالیک کې چې هغه پر خپل ټویټرپاڼې خپور کړی راغلي چې د اوسني حکومت په چوکاټ کې کار د ځان په صلاح نه ګڼي، خو د افغانستان خلکو ته به سیاسي خدمت جاري وساتي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون وویل چې جمهور رئيس د افغانستان د اساسي قانون پراساس، د صلاح الدین رباني استعفی منلې ده.