د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنه او د امریکا په شمول یوشمېر لویدیځ هېوادونه وايي، د یوې دایمي سولې تړون ته د رسېدلو لپاره چې پرې افغانستان کې جګړې ختمه شي، ژمن پاتې دي.
د دوی ګډه اعلامیه پرون له بروکسله خپره شوه، چېرته چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او ناروې او د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له استازیو سره د افغانستان د سولې پر مسلې خبرې وکړې.
خلیلزاد د دوو ورځو لپاره بروکسل ته تللی دی.
په اعلامیه کې دا ذکر شوي چې لویدیځوال د افغانستان له حکومت، طالبانو، نورو افغان سیاستوالو او د مدني ټولنې له مشرانو سره ګډ کار ته لیواله دي، ترڅو د یوې جامع او دوامداره سولې تړون ته سره ورسیږي.
ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا د افغانستان له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې د بین الافغاني خبرو د راتلونکي پړاو پر مهال دې اوربند وکړي، ترڅو د افغانستان د راتلونکي لپاره د حل یوه سیاسي لاره پیدا شي.
طالبانو او نورو افغان ډلو ته ویل شوي چې پرې نږدي هېواد یې د القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو لپاره امن ځای شي.
طالبانو ته دا هم ویل شوي چې ددغو ډلو له ملاتړ او ورسره له اړیکو لاس واخلي.
پرون د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې چین به د اکتوبر په ۲۸ او نهه ویشتمه د یو لړ بین الافغاني خبرو کوربه وي.