د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رئیس د ډېټا سنټر مهرولاک ماتېدل رد کړل

د ټاکنو کمېسیون هم پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د ټاکنو کمېسیون د نتایجو جمع‌بندۍ مرکز د قفل ماتېدل رد کړل او هغه‌یې د ټولنیزو رسنیو شایعات وبلل.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب‌الرحمن ننګ هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمېسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع‌بندۍ او ارزونې مرکز (ډیجیټال سنټر) مهرولاک مات کړی او ورننوتي دي.

ښاغلي ننګ پرون ناوخته (میزان ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې یو قفل هم نه‌دی مات شوی.

دی وايي: "بلو باکسونه او قفلونه له ټولو څارونکو سره شته، له هغوی سره هېڅ قفل نه‌دی خلاص شوی. موږ د طرزالعمل مطابق کارونه ترسره کوو. هېڅ داسې څه نه‌دي شوي چې د خلکو د تشویش سبب شي."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۹مه) ادعا وکړه چې د ټاکنو کمېسیون ډیجیټال سنټر مهرولاک مات شوی.

د دغه ټیم یوه غړي علي احمد عثماني وویل، په دې کار کې د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم کسان هم شامل وو. ښاغلي عثماني د ټاکنو کمېسیون د امنیتي سلاکار او همداراز د دارالانشاء د مشر حبیب‌الرحمن ننګ د دندې د ځنډېدو غوښتنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت په ټاکنیز بهیر کې د پولیسو هر ډول مداخله رد کړې ده.

د ټاکنو کمېسیون هم پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د ټاکنو کمېسیون د نتایجو جمع‌بندۍ مرکز د قفل ماتېدل رد کړل او هغه‌یې د ټولنیزو رسنیو شایعات وبلل.

د دغه کمېسیون په اعلامیه کې ویل شوي چې امنیتي ساتونکي د سړې هوا له کبله د ټاکنیزو زده‌کړو ودانۍ دهلېز کې ځای پر ځای شوي او "د دې کار لپاره یوازې د ودانۍ عمومي دروازه د مسئول کس او ملي پولیسو د مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوې ده."