"د کندز په علي‌اباد ولسوالۍ کې ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي"

د کندز امنیه قومانداني هم د علي‌اباد پېښه تأییدوي او په جګړه کې دواړو خواوو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي.

د افغانستان په شمال‌ختیځ کندز ولایت کې سیمه‌ییزې دولتي سرچینې وايي، په علي‌اباد ولسوالۍ کې تېره شپه د طالبانو په برید کې ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د دغې ولسوالۍ یوې معتبرې دولتي سرچینې د نوم نه‌افشا کېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په دوی کې سیمه‌ییز او ملي پولیس شامل دي او تېره شپه د عرض بیګي کلي کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

سرچینې وویل چې طالبانو د شپې شااوخوا ۱۲ بجې په دغه کلي کې پر امنیتي پوستو برید وکړ.

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان امر محمود ایماق او د علي‌اباد ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال څارمن سید عالم هم شامل دي.

په ورته وخت کې د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني هم دغه پېښه تأییدوي او زیاتوي چې په جګړه کې دواړو خواو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر نه‌دی معلوم.

له دې سره سم ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي ادعا کوي چې د علي‌اباد په برید کې ۲۰ تنه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ټول پوځي تجهیزات‌یې طالب وسله‌والو له ځان سره وړي دي.

کندز د افغانستان په شمال کې له ناامنو ولایتونو دی چې په ځینو ولسوالیو کې یې طالبان پراخ نفوذ لري.

وړاندې هم په دغه ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې دولتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.