د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ننګرهار کې وروستی برید غندلی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیان کې د دې شورا غړو یو وار بیا پر دې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ هر ډول او بڼه نړیوالې سولې او امنیت ته یو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتو امنیت شورا د ننګرهار په هسکه مېنه کې پر یوه جومات د شوي برید په تړاو تازه بیان کې ویلي، د دا ډول ترهګریزو بریدونو له ترسره کوونکو، تنظیموونکو او تمویلوونکو سره باید حساب وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د هسکې مېنې د جو درې په جومات کې د جمعې د ورځې برید وحشیانه او ناځوانمردانه بللی او پر ټولو هېوادونو یې ټینګار کړی چې نړیوالو قوانینو ته د خپلې ژمنتیا پر بنسټ دې، د دا ډول پېښو مخنیوي کې د افغانستان له دولت او اړوند چارواکو سره فعاله همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیان کې د دې شورا غړو یو وار بیا پر دې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ هر ډول او بڼه نړیوالې سولې او امنیت ته یو جدي ګواښ دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش په شمول د نړۍ یو شمېر نورو سیاستوالو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو د ننګرهار وروستی خونړی برید غندلی و.

د تېرې جمعې په ورځ په دې برید کې لږ تر لږه ۷۰ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او تر ۶۰ زیات نور ټپیان شول.