امریکايي چارواکو ویلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د رأیو د جمعبندۍ لپاره د لازیات وخت د اخیستلو په خاطر د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پرېکړې ملاتړ کوي.
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت معینیت پرون ویلي چې د افغانستان د ټاکنو د نتایجو په جمعبندۍ کې دقت د سرعت په نسبت مهم دی.
The United States supports the decision by Afghan election authorities to take the time needed to ensure accuracy and transparency in tabulating votes in the recent presidential election. Accuracy in tabulating results is more important than speed. AGW
— State_SCA (@State_SCA) October 20, 2019
د ټاکنو کمېسیون باید د شنبې په ورځ (د میزان په ۲۷مه) د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني نتایج اعلان کړي وی، خو تخنیکي ستونزې او د لازیات شفافیت د تأمین لپارهیې د پایلو اعلان وځنډاوه.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول او د ټاکنو کمېسیون ټینګار کړی چې په پوره دقت سره به بایومټریک رأیې له غیر بایومټریکه جلا کوي.