چارواکي: په بغلان کې په عملیاتو کې نهه طالبان وژل شوي

د بغلان یو انځور

افغان چارواکي وايي، د بغلان ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي په هغو ۳۳ کسانو کې شامل دی چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې مړه او ټپیان شوي دي.

۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه بیان کې چې نن خپور شو وايي چې دا کسان په کېله ګي، ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې په تصفیوي عملیاتو کې په نښه شوي دي.

په بیان کې راغلي چې په دې عملیاتو کې نهه طالبان وژل شوي او د بغلان لپاره د طالبانو له خوا د نومول شوي مرستیال والي قاري بختیار په ګډون لس تنه نور وسله وال ټپیان شوي دي.

په بیان کې د کندز ولایت په دشت ارچي او د تخار ولایت په بهارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۷ طالبانو د وژل کېدو او د ۶ نورو د ټپي کېدو یادونه هم شوې ده.