د امریکا دفاع وزیر نن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر نن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ښاغلی مارک به له افغان ولسمشر سره وګوري.

که څه هم ښاغلي صدیقي د امریکا د دفاع وزیر د راتګ په اړه نور جزيات ور نه کړل، خو یو شمېر بهرنیو رسنیو خپاره کړي دي چې د ښاغلي ايسپر د خبرو اجنډا د سولې خبرې او د جګړې شدت په ګوته شوي.

د امریکا د دفاع وزیر سفر کابل ته په داسې حال کې کېږي چې لا تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

همدا شان د سولې د خبرو بیا پیل چې موده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا لغوه اعلان شوې وې، په دې ورځو کې بیا د بحث وړ کرځېدلي.

په ورته وخت کې افغان کارپوه باری عارض وايي چې د ښاغلي ايسپر سفر کابل ته او دلته له افغان مقاماتو سره خبرې د سولې او جګړې په اړه مهمې ګنل کېږي.

اسوشېټېډ پرېس خبرې اژانس ویلي، هغه خبریالان چې د ښاغلي ايسپر سره مله وو، وايي چې امریکا په نظر کې لري چې خپل پوځي حضور ۸۶۰۰ کسانو ته راښکته کړي.

د امریکا متحده ایالات اوس مهال په افغانستان کې ۱۴ زره پوځیان لري چې د افغان امنیتي خواکونو سره د روزنې په برخه کې همکاري کوي.