هېواد: پر لمونځ کوونکو ترهګریز برید نه بخښونکی جنایت دی

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د ننګرهار د تېرې ورځې د پېښې او د انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، پر لمونځ کوونکو ترهګریز بریدونه نه بخښونکی جنایت دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په عبادت کوونکو بریدونه په هېڅ دین او مذهب کې نشته، خو له بده مرغه افغانان د دغې ناوړې دسیسې قربانیان دي.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي، که د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنه او د سیمې هېوادونه له افغان حکومت سره په ګډه د دا ډول جنایتونو مخه ونه نیسی، نو په باور یې دا به لېرې نه وي چې دا ډول پېښې د دوی په هېوادونو کې هم تکرار شي.

د هېواد د سرمقالې لیکوال په نړیوالې ټولنې غږ کوي چې لومړی دې د ترهګرو مخنیوی وکړي او هغه هېوادونه دې وځپي چې د داسې کړنو تر شا لاس لري.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې ناامنۍ د سیمې د ناامنۍ باعث کېږي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې داسې اور بل دې چې مخکې له مخکې باید مخنیوی وشي.

یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا د انتخاباتو د شفافیت او د لومړنیو نتایجو په ځنډ د اعلان په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

انیس:

د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې له انتخاباتي مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه چې نن د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای، خو د تخنیکي ستونزو او د رأیو د ځنډني شمېر له امله پایلې وځنډېدلې.

د لیکوال په باور، افغانان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه تمه لري چې رأیې په شفاف ډول وشمېري، په خپل کار کې بشپړ استقلالیت ولري او د انتخاباتو داسې پایلې اعلان کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې چې په احتمالي توګه لکه چې د انتخاباتو دوهم پړاو هم ترسره کېږي؟

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د انتخاباتو ناظر بنسټونه او نړیواله ټولنه د پایلو په خپل وخت اعلان نه، بلکې د انتخاباتو په شفافیت ټینګار کوي.

د لیکوال په باور، د انتخاباتي مهالوېش پلي کول ډېر مهم دي، ځکه د انتخاباتي مهالوېش نقض سیاسي او انتخاباتي کړکېچ ته لاره هواروي.

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، کله چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶مه اعلان نه شي او انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي، نو په روان لمریز کال کې د انتخاباتو دوهم دور ځکه امکان نه لري چې هوا سړېږي او په سړه هوا کې د انتخاباتو کمېسیون عملیاتي کارونه نه شي کولی.

او په پای کې د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې له دې تولو سره سره څوک به چمتو شي چې د افغانستان له دوهم پړاو انتخاباتو سره مالي مرسته وکړي؟