معتادې ښځې تر درملنې وروسته هم خپلو کورونو ته نه شي تللی

یو شمېر معتادې مېرمنې وايي چې د نشو له امله بې سرپناه شوې دي، خو اوس چې روغې شوې، بيا هم خلک باور نه ورباندې کوي او تر درملنې وروسته له خپلو ماشومانو سره یو ځای د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې اوسېږي.

له دې ډلې فاطمه ګله چې خپل اصلي نوم نه ښيي، یو کال مخکې د درملنې لپاره د معتادینو په روغتون کې بستر شوه.

که څه هم دا اوس روغه شوې ده، خو اوس هم له ناچاريه په دې مرکز کې اوسېږي.

دا وایي: "ډېره نشه مې کوله، له نشې پرته مې ژوند نه شو کولی، وروسته پوهه شوم چې که نشې ته نور هم دوام ورکړم، نو بدنامه او بې عزته کېږمه، بله خبره دا ده چې د خپلې کورنۍ سرپرسته هم یمه، د کورنۍ غړي مې وږي پاتې کېدل، ځکه مې پرېکړه وکړه چې روغتون ته ولاړه شم او نشه پرېږدمه."

ملیحه هم له دې ډول مېرمنو څخه یوه ده چې اوس د درملنې په مرکز کې خیاطي کوي.

ملیحه اووه اولادونه لري چې اووم ماشوم یې پروسږکال په دې مرکز کې زېږېدلی دی.

دا وايي چې خپل معتاد مېړه په نشو اخته کړه، دا که څه هم تر درې مياشتنۍ درملنې وروسته اوس روغه شوې، خو دا چې د اوسېدو ځای نه لري، نو مجبوره ده چې په روغتون کې ژوند وکړي.

ملیحه وایي: یو کال کېږي چې په دې مرکز کې اوسېږم، څو میاشتې مې نشه کړې ده، اووه ماشومان لرمه، دلته ژوند کول ډېر سخت کار دی، زه او ماشومان مې په خیاطۍ اخته یوو، له دې مرکز پرته بل د اوسېدو ځای نه لرو، حیرانه یمه چې څه وکړمه او چېرې ولاړه شمه؟ ماشومان مې ښوونځيو ته نه ځي، دلته له ماسره اوسېږي، مشرې لور مې تر پنځم ټولګي پورې او دوهمې لور مې تر درېیم ټولګي پورې درس ویلی دی، زوی مې لا تر اوسه پورې په ښوونځي کې نه دی شامل کړی، درې نور زامن مې واړه دي."

د دې مرکز ډاکتران وايي، که بې سرپناه معتادې مېرمنې د درملنې له مرکزونو څخه ووځي، نو بېرته نشو ته مخه کوي او يا له جنسې پلوه ځورول کېږي.

د معتادو ښځو د درملنې مرکز مشره ډاکتره ښایسته حکیم وايي: څو ځله داسې شوي چې بې سرپناه ښځې تر درملنې وروسته رخصت شوي، خو بېرته په نشو اخته شوي او په بد حالت کې روغتون ته راوړل شوي دي.

دا وایي: "دا چې معتادې مېرمنې تر پنځه څلوېښتو ورځو ډېر وخت په دې مرکز کې پاتې کېږي، یو علت یې دا دی چې دوی خپل کورونه او د اوسېدو ځایونه نه لري، کله چې موږ دوی رخصت کړو، نو له روغتونه دباندې ستونزې ورته پيدا کېږي، کله چې بې سرپناه ښځې له روغتونه دباندې ووځي، نو بېرته په ډېر بد حالت کې روغتون ته راځي، ځکه چې دوی خپل کور او د اوسېدو ځای نه لري."

په دې مرکز کې لږو بې سرپناه ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

دا ښځې اوس له ډاکترانو سره د درملنې په برخه کې مرسته کوي او يا د کارګرانو په توګه کار کوي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې را کمولو رياست چارواکي وايي چې دوی يوازې پنځلسو بې سرپناه ښځو ته د اوسېدو امکانات برابر کړي دي.

د نشه يي موادو د غوښتنې را کمولو رئیس شاپور یوسف وايي، دوی د کار او ټولنیزو چارو او ښځو چارو وزارتونو سره په ګډه همکارۍ یو شمېر ښځو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړي دي.

ده وویل: "د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همکارۍ مو ځينو بې سرپناه ښځو ته زموږ په مرکزونو کې کې د اوسېدو امکانات برابر کړي او د ښځو چارو وزارت د امن کورنو ته مو معرفي کړي دي، دا ښځې په امن کورونو کې د کارګرانو په توګه کار کوي، د ښځو چارو وزارت په همکارۍ مو د دې ښځو ماشومان روزنتونونو ته معرفي کړې دي، تر اوسه پورې موږ داسې معتاده مېرمنه نه ده ليدلې چې د اوسېدو ځای دې ونه لري او د سړک پر غاړه دې ژوند وکړي."

طبي ډاکتران وايي چې تر درملنې وروسته د معتادینو څارنه د درملنې یوه مهمه برخه ده، باید اجتماعي کارکوونکي په دې پړاو کې معتادين وڅاري، خو دا چې بې سرپناه معتادې مېرمنې د اوسېدو ځای نه لري، نو د درملنې دا پړاو يې نه بشپړېږي او درمنله يې نيمګړې پاتې کېږي.

راپور: فرید حلیمي

Your browser doesn’t support HTML5

غږیز راپور