د افغانستان د ملي امنیت شورا: موږ ته ملکي تلفات د منلو نه دي

ارشیف، د پکتیا په زرمت کې د وژل شویو ملکي خلکو یو انځور

په داسې حال کې چې د میدان وردګ ولایت ځایي اوسېدونکې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د بې ګناه خلکو د وژلو ادعا کوي، د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره د هوايي ځواکونو ظرفیت لوړ شوی او د پوځي عملیاتو تر پيل مخکې د معلوماتو د راغونډولو لپاره نوي اقدامات پلي کېږي.

د افغانستان د امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل: "موږ ته ملکي تلفات د منلو وړ نه دي، د افغانستان دولت تل هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي."

د افغانستان د امنیت شورا ویاند کبیر حقمل

خو احمدزی احمدي چې په میدان وردګ ولایت کې د مدني ټولنې غړی دی، پرون د اکټوبر په ۱۷مه ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په شپه یې دوه خوریونه په نرخ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

احمدزي احمدي وویل: "د نرخ ولسوالۍ په صد مرده کلي کې ځانګړو ځواکونو عملیات وکړل چې ۷ بې ګناه خلک په کې شهیدان شول، دوه زما د خور زامن وو، یو د کندهار پوهنتون محصل و، بل په دولت کې کار کاوه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مامور و."د میدان وردګ ولایت ویاند محب الله شریفزي بېګا ازادي راډیو ته وویل چې یو پلاوی ټاکل شوی چې په نرخ کې د ملکي تلفاتو ادعاوې وڅېړي.

خو د میدان وردګ ولایت ویاند محب الله شریفزي بېګا ازادي راډیو ته بیا وویل چې یو پلاوی ټاکل شوی چې په نرخ کې د ملکي تلفاتو دغه ادعاوې وڅېړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما هم پرون د اکټوبر په ۱۷مه په یوه رپوټ کې د ملکي تلفاتو د بې ساري لوړېدو خبر ورکړ.

یوناما وویل چې سږکال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر دېرشمې نېټې د حکومت پلوو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي تلفات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶ فیصده زیات شوي دي.

د یوناما په رپوټ کې ویل شوي چې د روان کال په درېیو میاشتو (جولای، اګست، سپټمبر) کې ۴۳۱۳ ملکي افغانان په جګړه کې وژل شوي یا زخمیان شوي دي.

یوناما ویلي چې دا د تېرکال د همدې وخت په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۴۲ فیصده زیاتوالی څرګندوي.

یوناما ویلي، د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې ې ۲۵۶۳ تنه وژل شوي چې ۲۶۱ ښځې او ۶۳۱ ماشومان په کې شامل وو.

په همدې موده کې ۵۶۷۶ تنه ټپيان شوي هم دي.

د رپوټ په حواله، ډېر ملکي خلک په انتحاري او غیر انتحاري حملو کې وژل شوي دي.

د پیاده جګړې له امله ۲۹ فیصده او په هوايي حملو کې ۱۱ فیصده ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د یوناما په رپوټ کې ویل شوي چې ۶۲ فیصده ملکي تلفات د حکومت ضد ځواکونو په حملو کې پېښ شوی دي.

اخوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په یوه بیان کې چې پر ټوېټر ېې خپور کړی، د یوناما رپوټ نیمګړی او یو اړخیز بللی دی.