مسؤلان: په روان تعلیمي کال کې د نویو جذب شویو زده کوونکو شمېر لوړ دی

افغان زده کوونکي

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په روان تعلیمي کال کې ښونځیو ته د نویو جذب شویو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله لوړ شوی دی.

د دغه وزارت له خوا په یوې اعلامیې کې نن ویل شوي، یوازې په سړو سیمو کې چې ۲۷ ولایتونه پکې شاملېږي، نږدې اته نیم سوه زره ۸۴۲۷۳۵ زده کوونکي د ابتدائیه دورې لومړیو ټولګیو ته جذب شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، د نویو جدب شویو زده کوونکو ۴۳ فیصده یې نجونې دي.

د پوهني وزارت چارواکي وایي، په روان تعلیمي کال کې یوازې په سړو سیمو کې ښونځیو ته د نويو شاملو شویو زده کوونکو شمېر په تېرکال کې د سړو او تودو دواړو سیمو د نویو زده کوونکو پرتله ۷۰زره ډېر دی.

د اعلامیې له مخې دا مهال لا هم په تودو ولایتونو لکه کندهار، هلمند، فراه، لغمان، نیمروز، کونړ او ننګرهار کې د زده کوونکو د جذب لړۍ دوام لري.

د پوهنې وزارت په ۱۳۹۸ کال کې یو میلیون نویو زده کوونکو د جذب هدف ټاکلی و.