"ځمکنیو او هوايي بندرونو کې دې د زعفرانو، پستې او جلغوزو د قاچاق مخنیوی وشي"

محمد اشرف غني پرون (میزان ۲۴مه) حکم کړی چې د پستې، زعفرانو او جلغوزیو د قاچاق په تور نیول شوي کسان دې عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي. 

د افغانستان ولسمشر حکم کړی چې د پستې، زعفران او جلغوزو له قاچاق کوونکو سره قانوني چلند وشي.

محمد اشرف غني پرون (میزان ۲۴مه) حکم کړی چې د دغو درېیو موادو د قاچاق په تور نیول شوي کسان عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.

د ولسمشر د پروني حکم جزئیات د ارګ په خبرپاڼه کې خپاره شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د وچې او هوا له لارې د جلغوزو، پستې او زعفران د قاچاق د مخنیوي پلان جوړ کړي.

افغانستان تېره میاشت د حیرتان بندر له لارې چین ته صادرات پېل کړل.

هند او ترکیې ته هم د چابهار بندر او هوايي دهلېز له لاري د افغانستان د تازه او وچو مېوو او ګران بيه ډبرو صادرات روان دي.