"امریکا د افغانستان پر ټاکنیزو کمیسیونونو د هرډول سیاسي فشار مخالفه ده"

مېرمن وېلز ویلي، امریکا د افغانستان له انتخاباتي کمیسیونونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، ترڅو هغوی په خپلواکه توګه باوري ټاکنیزه پروسه مخته یوسي.

یوې لوړپوړې امریکايي ډیپلوماتې الیس وېلز ویلي چې امریکا په افغانستان کې پر انتخاباتي کمیسیونونو د هر ډول سیاسي فشار او لاسوهنې مخالفه ده.

د جَنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو سرپرست مرستیال وزیرې اليس ويلز پرون دا خبره پرون په خپل ټویټرپاڼې باندې کړې ده.

مېرمن وېلز زیاته کړې چې امریکا د افغانستان له انتخاباتي کمیسیونونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، ترڅو هغوی په خپلواکه توګه باوري ټاکنیزه پروسه مخته یوسي.

اغلې وېلز کابل ته تللې او هلته یې له ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د انتخاباتي کمیسیونونو له چارواکو سره کتلي دي.

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وار وار ټینګار کړی چې دوی یواځې د بیومټریک معلوماتو لرونکې رایې قبلوي او خپل کار ته به په خپلواکه توګه دوام ورکوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول او تمه ده راتلونکي شنبه یي لومړنۍ پایلې اعلان شي.