ملي امنیت شورا: د سولې پروسې لپاره د کورنۍ او بهرنۍ همغږۍ چارې چټکې شوي

د ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب پرون په کابل کې د اسټراليا سفارت له مرستيال پيټر ترزول سره خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د کورنۍ او بهرنۍ همغږۍ چارې چټکې شوې دي.

دغه شورا وايي، دغه هڅې د سولې پروسې د برياليتوب لپاره اساسي رول لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پرون په کابل کې ځينو بهرنيو چارواکو له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د ملي امنيت له سلاکار حمد الله محب سره د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

په همدې حال کې اجرائيه رياست وايي، تر ټاکنو وروسته د نوي حکومت يوه دنده به هم د سولې د پروسې بريالي کول وي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا ټينګار کوي چې د افغانستان د سولې پروسه بايد همغږې او له ټولو اړخونو نهايي شوې وي.

د ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب پرون په کابل کې د اسټراليا سفارت له مرستيال پيټر ترزول سره خبرې وکړې.

د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل تېره شپه (میزان ۲۳مه) ازادۍ راډيو ته وويل، په دې کتنه کې د سولې پروسې د بريا پر لارو چارو هم خبرې وشوې.

"موږ په دې عقيده يو چې د سولې پروسه بايد يوه حساب شوې، همغږې، له ټولو اړخونو سره نهايي شوې پروسه وي. په دې پروسه کې په يوه غږ شاملېدل، د ټولو لوريو نظرونه په پام کې نيول او په يوه خوله ورتلل، د افغانستان په ګټه هم دى او د دې پروسې په ګټه هم ده. د همدې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت به ډېر ژر د سولې په اړه د کورنۍ او بهرنۍ همغږۍ د ايجاد لپاره هڅې ګړندۍ کړي. په دې برخه کې کار شروع شوى او موږ يې د سولې پروسې لپاره اساسي او بنسټيز بولو."

د افغانستان د سولې پروسې په اړه پرون د مرکزي او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس وېلز له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره هم جلا جلا خبرې وکړې.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې د ولسمشر غني خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي، "د باعزته او پايداره سولې لپاره سراسري اجماع شته او دغه پروسه د اوسني او راتلونکي حکومت په کاري لومړيتوبونو کې شامله ده."

پر دې موضوع اليس وېلز پرون په کابل کې له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره هم بحث وکړ.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند اميد ميثم پرون ناوخته ازادۍ راډيو ته وويل، مېرمن وېلز ټينګار وکړ، چې تر ټاکنو وروسته بايد د افغانستان د سولې مسئله جدي تعقيب شي.

"د دې لپاره چې په دې حوزه کې پرمختګونه ولرو او په افغانستان کې روان تاوتريخوالى بند شي، اجرائيه رئيس ټينګار وکړ چې د سولې په اړه د اجرائيه رياست او د ملي يووالي حکومت دريځ ډېر څرګند او واضح و او دى."

ښاغلى ميثم وايي هغه حکومت چې تر ټاکنو وروسته به تشکيلېږي، جدي هوډ لري، چې د سولې پروسه تعقيب کړي.

د افغانستان د سولې پروسه وروسته له هغې ټکنۍ شوه چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپټمبر مياشت کې د امريکايي هيئت او طالبانو ترمنځ مذاکرات لغوه کړل.

دا مذاکرات وروسته له هغه ودرول شول چې په کابل کې په يوه حمله کې ١١ ملکيان او دوه بهرنيان چې يو يې امريکايي پوځي و، ووژل شول.

خو پرون ځينو سرچينو ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د طالبانو هيئت دېته چمتو شوى چې له امريکا سره د سولې خبرې له سره پيل کړي.