ملي دفاع وزارت: بدخشان کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله د طالبانو راکټي برید اړولې

پرون د بدخشان د ولایتي شورا ریس احمد بشیر صمیم آزادي راډیو ته ویلي وو چې په وردوج ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په هوایې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نژدې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د فاع وزارت وایې، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې نه، بلکې د طالبانو د راکټي برید له امله اوښتې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان آزادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو د یکشنبه په ماښام طالبان په هوایې برید کې په نښه کړل.

"د دغه برید په نتیجه کې ۳ طالبان ووژل شول، خو تر برید وروسته طالبانو راکټي حمله وکړه او په سیمه کې له دولتي سرتېرو سره په جګړه شول چې د طالبانو د راکټي برید په نتیجه کې ملکي وګړو ته زیان ورسید."

د ښاغلي امان په خبره په دې ترڅ کې درې ملکي وګړي وژل شوي او د دریو ماشومانو په ګډون لس نور ټپیان شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندي د بدخشان د ولایتي شورا ریس احمد بشیر صمیم آزادي راډیو ته ویلي وو چې په وردوج ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په هوایې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نژدې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي صمیم وویل چې په دې سیمه کې طالبان او نور بهرني اورپکي د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي.

امنیتي ځواکونو شاوخوا یوه میاشت وړاندې د بدخشان وردوج ولسوالي له طالبانو بیرته ونیوله.