سعودي ته د ولادیمیر پوتین سفر؛ مسکو او ریاض د همکارۍ ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا سلمان او د هغه ولیعهد محمد بن سلمان سره خبري ولیدل.

روسیې او سعودي عربستان په خپلو کې د اړیکو پراخولو په هدف د څو میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۱۴مه) په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا سلمان او د ولیعهد محمد بن سلمان سره خبري وکړې.

ریاض ته د روسیې د ولسمشر سفر داسي مهال شوی چې مسکو په منځني ختیځ کې د خپل حضور د ډېرېدو په لټه کي دی.

دواړو مشرانو د پانګونې د څو میلیارده ډالرو په ارزښت شااوخوا ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل. دا تړونونه د فضایې چارو، کلتور، روغتیا او پرمختللي ټکنالوژۍ په برخه کې دي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان په خبره، په دې تړونونو کې د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان یا اوپک او لسو نورو هېوادونو چې د دې سازمان غړي نه دي، ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا موافقه هم شامله ده.

روسیه د اوپیک سازمان غړې نه ده، خو له دغه سازمان سره یې د ۲۰۱۴ کال تر اقتصادي بحران وروسته د تېلو د تولید او د تېلو د بیو په ساتلو کې نږدې همکاري کړې وه.

هغه مهال اقتصادي بحران د روسیې او د سعودي عربستان دواړو اقتصادونه ځپلی وو.

ولسمشر پوتین ویلي له سعودي عربستان سره دوستانه اړیکو او دوه اړخیزو ګټو ته د پام وړ اهمیت ورکوي.

د سعودي ۸۳ کلن پاچا سلمان د روسیې ولسمشر ته ویلي چې ریاض له مسکو سره په هره هغه برخه کې کار کول غواړي چې کولی شي امنیت، ثبات او سوله راولې، له تندلارۍ او تروریزم سره مبارزه وکړي او اقتصادي وده لا پراخه کړي.

ولسمشر پوتین دغه راز د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره د لیدو پر مهال ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري د سیمي د سولي او ثبات د پیاوړتیا او د نړۍ په سطح د تېلو د وضعیت د باثباته کولو په معنا ده .

دا له ۲۰۰۷ کال راهیسي ریاض ته د روسیې د ولسمشر لومړنی سفر دی.

دا سفر داسي مهال کیږي چې د سعودي عربستان د تېلو پر دوو لویو تاسیساتو د تېرې میاشتې د بریدونو له کبله په خلیج سیمه کې تشنج ډیر شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو، سعودي عربستان او یو شمېر لویدیځو هیوادونو ایران په هغه برید کې په لاس لرلو تورن کړ، خو تهران دا تورونه رد کړل.

د عربستان پاچا سلمان په ۲۰۱۷ کال کې روسیې ته سفر کړی وو.

د روسیې ولسمشر په پام کې لري تر سعودي وروسته د اکتوبر پر ۱۵عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.