بریتانیا مېشت افغان سوداګر د افغان کروندګرو زعفرانو ته بازار لټوي

په واشنګټن ایګزه مینر ورځپاڼه کې د بنجامین اډمز لیکنه خپره شوې ده.

آدمز په دې لیکنه کې په دې ټینګار کړی چې امریکا باید په افغانستان کې خپله جګړه پخوا لا پای ته رسولې وای.

دی تېرې دوشنبې ته په اشارې وايي چې په دې ورځ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته افغانستان ته د امریکايي پوځیانو د استولو ۱۸ کاله پوره شول.

لیکوال وايي، امریکايي پوځیان د طالبانو د رژیم په پرزولو کې بریالي شول خو وروسته متحد ایالتونه په دې هیواد کې په یوه اوږده جګړه کې ښکېله شوه.

د واشنګټن ایګزه مینر ورځپاڼې د مقالې لیکوال د افغانستان د جګړې د ځینو ستونزو یادونه هم کوي او د مثال په توګه وايي، کله چې امریکايي پوځیان د طالبانو بم جوړوونکي نیسي او افغان پولیسو ته یې سپاري هغوی یې بېرته پرېږدي.

دی وايي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي هدفونه ډېر پخوا ترلاسه شوي؛ په افغانستان کې القاعده ماته شوې او بن لادن وژل شوی دی.

کوفینتري ابزرور خپرونه

د بریتانیا کوفینټري ابزرور نشریې په دې هیواد کې د یوه مېشت افغان په اړه لیکنه خپره کړې چې هڅه کوي د افغان کروندګرو زعفرانو ته بازار پیدا کړي.

دا شتمن افغان حارث قیس نومېږي، په ۱۹۸۶ م کال په کابل کې زېږېدلی، دا هغه وخت و چې د پخواني شوروي اتحاد پوځونو پر افغانستان یرغل کړی و.

قیس دوه کلن و چې مور، پلار، ورور او خور یې له خپل هیواده مهاجر شول او بالاخره بریتانیا ته ورسېدل.

اوس قیس ۳۲ کلن دی او اراده یې کړې چې په خپل اصلي هیواد کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

کوفینټري ابزرور خپرونه وايي چې قیس مخکې لا په کابل کې د څلورو ښوونځیو په جوړولو او یو شمېر خلکو ته د پاکو اوبو په برابرولو کې مرسته کړې ده.

نشریه وايي چې قیس اوس غواړي له افغانستان څخه بریتانیا او نورو هیوادونو ته د زعفرانو صادرات پیل کړي.

د افغانستان زعفران د کیفیت له پلوه په نړۍ کې تر ټولو ښه زعفران پېژندل کېږي.

حارث قیس هیله لري چې زعفرانو ته د بازار موندنې له لارې به د افغان کروندګرو اقتصادي ستونزې حل او د کوکنارو پر کرلو به یې اتکا ختمه کړي.

د دې بریتانیايي نشریې پر اساس د حارث قیس ابتکار به شاوخوا یو نیم لک افغانانو ته فصلي کار پیدا کړي او د افغانستان د زعفرانو تولید، چې اوس په کال کې ۱۳ ټنه دی، په راتلونکو ۵ کلونو کې ۷۵ ټنو ته زیات کړي.