جوګیان څوک دي او ستونزې یې څه دي؟

په افغانستان کې جوګیان

په افغانستان کې جوګیان د تابعیت سند نه لرلو له امله له ټولو اسانتیاوو بې برخې دي.

د کابل ښار په یوه څنډه کې د جوګي په نوم یوه هېره شوې ډله ژوند کوي.

پښې یبلي ماشومان، خټين کورونه او په حیرانۍ کتل د جوګیانو د یوه تریخ ژوند حکایت کوي.

صابر کولابي په کابل کې د جوګیانو د یوې سیمې وکیل دی.

دی وایي: زمونږ اکثره ماشومان له ښوونځي پاتي دي، که چېرې ښوونځي ته لاړ شي، سپکاوی یې کېږي او ځورول کېږي، مونږ نه د اوسېدو ځای لرو او نه هم د خښېدو.

د تابعیت تذکرو نه لرل، بېوزلي، د سرپنا نشتوالی او له زده کړو پاتي کېدل د جوګیانو اساسي ستونزې دي.

مهمان ګل له کلونو راهیسې د زده کړې په هیله ده، خو تراوسه خپلو دغو هیلو ته نه ده رسېدلې.

په افغانستان کې جوګیان

دا وایي: په ښوونځي کې یې راته وېل چې تذکره نه لرې او تاسې جوګيان یاست، نو له همدې امله ښوونځی رانه پاتې شو، که نه زما لویه هیله دا وه چې ډاکتره یا ښوونکې شم، خو خپلو هیلو ته ونه رسېدم.

کریم یو بل ځوان دی چې څو میاشتې وړاندې د ښاروالۍ کارکوونکی و، خو کله چې خلک پوه شول چې جوګی دی، له دندې لېري کړل شو.

دی زیاتوي: په ښاروالۍ کې مې کار کاوه، لس دولس ورځې تېرې شوې وې، کله چې خلک پوه شول چې جوګی یم، له دندې یې لېرې کړم، راته یې وویل چې ته د دې وطن نه يي.

جوګیان له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته له تاجکستانه افغانستان ته راغلل.

۷۰ کلن معین الدین وايي: مونږ له آره د تاجکستان له کولابه یوو، کله چې هلته جګړه وشوه، زمونږ پلرونه افغانستان ته رامهاجر شول او دلته اوسېږو.

جوګیان سني مذهبه مسلمانان او په ملیت تاجک دي چې په دري او د جوګیانو په لهجه غږېږي.

له جوګیانو د افغانستان په اساسي قانون کې یادونه نه ده شوې او له همدې وجې نه شي کولی چې د تابعیت تذکرې واخلي.

ولسمشر غني تېر کال فرمان ورکړ چې جوګیانو ته د تابعیت سند ورکوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي د جینوا په کنفرانس کې ویلي چې درېیو زرو جوګیانو ته د تابعیت تذکرې ورکوي.

په افغانستان کې د جوګیانو د کره شمېر په اړه دقیق ارقام نه شته، دولتي بنسټونه، د قومونو او قبایلو چارو وزارت او ان د احصایې ملي اداره په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو مرستیال محمد یعقوب احمدزی د جوګیانو په اړه وايي، له دوی یو شمېر ته یې پېژندپاڼې ورکړل شوي دي.

نوموړی وایي: هڅه کوو چې د جوګیانو ځای ځایګی مشخص شي، له دوی تضمین واخلو او وروسته پېژندپاڼې ورکړو، تر اوسه دوی ثابت ځایګی نه لري، نو له همدې کبله ورته پېژندپاڼې نه دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې جوګیان تر ډېره په شمالي ولایتونو او پلازمېنه کې مېشت دي، د دوی یو شمېر په درنو کارونو او یو شمېر نور یې بیا په سوال کولو بوخت دي.