د ولسي جرګې ځيني غړي د خوشحال سعادت د ګوښه کېدو غوښتنه کوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سعادت

د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي د یو شمېر وکیلانو د موټرو د پلټنې او له دوی سره د امنیتي ځواکونو د چلند په غبرګون د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

دوی د شنبې په ورځ تر یوې سري غونډې وروسته ازادي راډیو ته وویل چې د ولسي جرګې له دوو تنو غړو نرېندر سنګهـ خالصه او مریم سلیمان‌خېل سره د امنیتي ځواکونو ناسم چلند د جرګې لپاره سپکاوی دی.

د ولسي جرګې منشي کریم اتل وايي چې د دغې موضوع د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال خوشحال سعادت لیرې کول هم د دوی په غوښتنو کې شامل دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د غوڼدو تالار

ده وویل: "موږ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره یو داسې معین غواړو چې هغه ملي وي، هغه د ټول وطن په خیر وي، د دې موضوع د څېړلو لپاره له بېلابېلو کمېسیونونو څخه یو ګډ پلاوی وټاکل شو، موږ به خپل وروستی دریځ بیا تاسې ته روښانه کړو."

د ولسي جرګې د دوو تنو غړو او امنیتي ځواکونو ترمنځ دغه شخړه د جمعې په ماښام د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې کمرګ ته څېرمه شوې ده.

د ولسي جرګې غړی ښاغلی خالصه او اغلې سلیمان‌خېل ادعا لري چې امنیتي ځواکونو له کوم دلیل پرته د قانون خلاف دوی ته سپکاوی کړی او د دوی ساتونکي یې وهلي دي.

د ولسي جرګې نږدې ۷۰ تنو غړو پرون د شپې له نهو بجو تر یوې بجې پورې د جرګې په تالار کې په دې اړه غونډه کړې او د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر یې هم خپلې غونډې ته ورغوښتی و.

د کورنیو چارو وزارت مرستیاله ویانده مروه امیني وايي، مسعود اندرابي وکیلانو سره ژمنه کړې چې دا موضوع به وڅېړل شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیاله ویانده مروه امیني

اغلې امیني دغه‌شان ازادي راډیو ته وویل، که چېرې د ولسي جرګې غړي د قانون په رڼا کې د وزارت د کوم مقام لیرې کول غواړي، خپل اسناد دې د ملي امنیت شورا ته وسپاري.

دې وویل: "پلاوی ټاکل شوی او دا موضوع به وڅېړي، هر لوری چې ملامت و، ورسره قانوني چلند کېږي، د لیرې کولو موضوع هم که اسناد او شواهد موجود وي، هغه دې د امنیت شورا ته ورکړي او امنیت شورا به په دې اړه تصمیم ونیسي."

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د وکیلانو هر اقدام باید د قانون په رڼا کې وي او دوی باید امنیتي ځواکونو سره د قانون د پلي کېدو په برخه کې همکاري وکړي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست انتقاد کوي چې د جرګې یو شمېر غړي هم قانون ته چندان غاړه نه‌ږدي.

دی زیاتوي: "دلته د دې پر ځای چې د قانون د پلي کېدلو، له قانون څخه د څارنې او قانون ته د درناوي په خاطر جلسه ونیول شي، جلسه‌یې نیولې چې ولې قانون تطبیقېږي، ولې زموږ د تورو ښیښو موټر پلټل کېږي، ولې عسکر دا جرأت کوي چې له موږ وپوښتي چې کومه وسله چې لېږدوي، کارت‌یې لري که نه؟"

مخکې تر دې هم په ځلونو د امنیتي ځواکونو او د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د شخړو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

ان په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونه د ولسي جرګې د غړو د ساتونکو له‌خوا وهل شوي هم دي چې د امنیتي چارواکو او خلکو غبرګونونه‌یې هم راپارولي دي.