د ارزګان په ګیزاب کې جګړه؛ طالبانو "لسګونه دولتي سرتېري کلابند کړي"

په ارزګان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، د ګیزاب ولسوالۍ په نېک اباد سیمه کې له نن سهار راهیسې ۱۵۰ سرتېري د طالبانو له خوا کلابند شوي دي.

د دغې ولسوالۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه له تېرو اتو ورځو راهیسې روانه ده.

سرچینې وویل، په نننۍ جګړه کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي. د هغه په خبره، که ولسوالۍ ته هوايي او ځمکنۍ مرسته ورنه رسېږي، نو ګېزاب به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

ولایتي چارواکي هم په ګېزاب کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د برید او دولتي ځواکونو د کلابندېدو پخلی کوي.

د ارزګان ولایت سرپرست محمد سعادت ناصري ازادي راډیو ته وویل، سیمې ته اضافي سرتېري استول شوي. ښاغلي ناصري په جګړه کې د پنځو دولتي سرتېرو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبره وکړه.

د ولایت سرپرست وویل چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره معلومات یې په اړه نه لري.

طالبان هم په ګېزاب کې د ګڼو امنیتي پوستو د نیولو ادعا کوي. طالبانو له تېرو شاوخوا دوو اونیو راهیسې پر ګیزاب ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.