د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي د افغانستان په اړه مسکو کې غونډه کوي

کابلوف ویلي چې د مسکو غونډې بحث به په افغانستان کې د "ملي روغې جوړې" په اړه وي.

د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي راتلونکې اونۍ په مسکو کې سره وګوري.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس، د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله خبر ورکړی چې غونډه راتلونکې اونۍ جوړېږي خو دقیقه نېټه یې لا نه ده ټاکل شوې.

کابلوف ویلي چې بحث به په افغانستان کې د "ملي روغې جوړې" په اړه وي.