نورستانۍ: د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې به په خپل وخت اعلان شي

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د ټاکنو د خپلو اک کمېسيون مشره وايي، ډاډ لري چې د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې به له مهالوېش سره سم اعلان کړي.

حوا علم نورستانۍ پرون د اکټوبر په لسمه ازادي راډیو ته وویل چې په دې تړاو هېڅ پرېکړه به له خلکو پټه نه پاتې کېږي.

حوا علم نورستانۍ وایي: تر اوسه داسې څه نشته چې د اندېښنې وړ وي، دا پروسه ډېره ستره ده ، تخنیکي بحثونه شته، اوس خو موږ بالکل تیار یوو، خو که خداي مه کړه کومه ستونزه وه، موږ به یې د افغانستان له ملت سره شریکوو.

د انتخاباتو ابتدايي پایلې باید د تلې په اووه ویشتمه اعلان شي.

خو جمهوري ریاست ته یو شمېر کاندیدان اندېښنه لري چې کمېسيون ښايي ونه توانېږي چې ابتدایي پایلې په وخت اعلان کړي.

د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ پایلې باید د لړم په شپاړسمه اعلان شي.