"له جرمني اخراج شوي ۴۴ افغان پناه غوښتونکي کابل ته رسېدلي"

ارشیف

هغه ۴۴ افغان پناه غوښتونکي کابل ته رسیدلي چې له جرمني اخراج شوي دي.

د جرمني خبري اژانس "ډي پې اې" په یوه راپور کې ویلي، دا اته ویشتمه ډله افغان پناه غوښتونکي و چې له جرمني بېرته افغانستان ته واستول شول.

د ۲۰۱۶ کال له ډسمبره ۷۲۰ تنه افغانان له جرمني ایستل شوي دي.

په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په اړه بیلابیل نظریات موجود دي، ځکه ددې مسئلې مخالفین وایي چې په افغانستان کې لا هم جګړې روانې دي او د پناه غوښتونکو ورلیږل خطر لري.

شاوخوا ۲۵۰ زره افغانانو په وروستیو لږ تر لږه پنځو کلونو کې جرمني ته پناه وړې، خو له ډلې یې لسګونه کسان په دې را ایستل شوي چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه او قضیې رد شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۶۶ افغان ملکیان په جګړو او چاودنو کې وژل شوي دي.

وروستی برید په ننګرهار کې وړمه ورځ وشو چې پکې د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ ملکیان ووژل شول.