"سوداګریزې جګړې د نړۍ اقتصاد کمزوري کولو خطر رامنځته کړی"

د پيسو نړيوال صندوق (ای ام اف) نوې رئيسې په خبره په تقريباً يوه لسيزه کې به د نړۍ اقتصادي وده احتمالاً تر ټولو ټيټ حد ته ورسېږي.

د پيسو نړيوال صندوق (ای ام اف) نوې رئيسه کريستالينا جورجيفا وايي، تجارتي جګړې د نړيوال اقتصاد د کمزوري کولو خطر ايجاد کړى دى.

د هغې په خبره په تقريباً يوه لسيزه کې به د نړۍ اقتصادي وده احتمالاً تر ټولو ټيټ حد ته ورسېږي.

کريستالينا جورجيفا چې د بلغاريايۍ اقتصادپوهه ده، پرون د پيسو نړيوال صندوق د عامل د مديرې په توګه په خپله لومړۍ وينا کې وويل: "اټکل کوو چې د نړۍ په ٩٠ فيصده برخه کې به په ٢٠١٩ میلادي کال کې اقتصادي وده پڅه وي. په بله وينا، هممهاله نړيوال اقتصاد د رکود په حال کې دی."

جورجيفا د دغه اقتصادي رکود ډېره ملامتي د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پر تجارتي شخړو واچوله.

د هغې په خبره دا لانجه ښايي د ٢٠٢٠ میلادي کال تر پایه د ٧٠٠ مليارد ډالرو په ارزښت د زيانونو سبب شي چې د نړۍ د ناخالصو داخلي توليداتو صفر اعشاريه ٨ فيصده کېږي.

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تجارتي مسايلو په وړاندې جدي دريځ خپل کړى، چې له څو هېوادونو، له دې جملې چين سره د ګمرکي تعرفو د لوړولو په موضوع کې يې ځان دخيل کړى دى.