د بشري حقونو کمیسیون: د نجونو د بکارت پردې ازموینه دې منع شي

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، د بکارت پردې معاينه علمي اعتبار نه لري او نه شي کولاى چې سل په سلو کې د نجونو پېغلتوب يا هم د جنسي رابطې ټينګول ثابت کړي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کميسيون يو وار بيا له قيد او شرط پرته د نجونو د بکارت پردې د طبي ازموينې د ممنوعيت غوښتنه کړې ده.

دغه کميسيون پرون په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا ډول ازموينه شکنجه ګڼل کېږي.

د کميسيون په خبره د ښځو د انساني کرامت د خونديتوب او د بشري حقونو د نړيوالو معيارونو د رعايت لپاره دې دا معاينه په زور او فشار نه ترسره کېږي.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون دا هم ويلي چې له مدني او د بشري حقونو له مدافع ډلو سره يوځاى د بکارت پردې د ازموينې د مخنيوي لپاره د عدالت غوښتنې هڅو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې دا ډول ازموينې په داسې حال کې کېږي چې د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، د بکارت پردې معاينه علمي اعتبار نه لري او نه شي کولاى چې سل په سلو کې د نجونو پېغلتوب يا هم د جنسي رابطې ټينګول ثابت کړي.