د ټرمپ د خبرو دوهم افشاګر له امریکایي استخباراتي څارونکو سره غږېدلی

د اوکراین او امریکا ولسمشران

په امريکا کې دوهم افشاکوونکي چې وايي د اوکراين له ولسمشر سره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د معاملې په اړه د لومړي لاس معلومات لري، د استخباراتي ادارو له داخلي څارونکو سره خبرې کړي دي.

دا خبره د لومړي افشاکوونکي مدافع وکيل کړې ده.

لومړي افشاکوونکي تېره مياشت رسمي شکايت وکړ چې هغه شکايت د ولسمشر ټرمپ پر خلاف د استيضاح لپاره د څېړنې سبب شو.

مدافع وکيل مارک زيد پرون نيوز ټلويزيون ته وويل، دوهم تن هم استخباراتي مامور دى چې څارنوال ورسره خبرې کړي دي.

اسوشېټېډ پرېس د زيد خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي، له دوهم افشاکوونکي سره د لومړي لاس داسې معلومات شته چې د اصلي يا لومړي افشاکوونکي ادعا پخوي.

اصلي افشاکوونکي ادعا کړې چې ولسمشر ټرمپ له خپل قدرته په استفاده د ٢٠٢٠ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له يوه بهرني هېواد څخه د مداخلې غوښتنه کړې ده.

دا تورونه د هغې ټيليفوني مکالمې په اړه دي چې ولسمشر ټرمپ له خپل اوکرايني سيال ولادیمير زيلينسکي سره د جولاى پر ٢٥مه کړې وه.

ولسمشر ټرمپ په وار وار دغه تور رد کړى دى.