افغان ولسمشر په هېواد کې د ملکيانو مرګ ژوبله د خواشينۍ وړ وبلله

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر په هېواد کې د ملکيانو مرګ ژوبله د خواشينۍ وړ وبلله.

محمد اشرف غني چې نن يې په کابل کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د زرو اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې خبرې کولې، وويل: ملکي تلفات واقعاً د خواشينۍ وړ دي، خو زموږ امنيتي او دفاعي قوه متعهده ده چې د ملکي تلفاتو مخه ونيسي، د خداى په فضل زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه په بشپړ ډول قانونمند دي چې که خداى کول په مطلق ډول به د ملکي تلفاتو مخنيوى وشي.

تر دې مخکې په افغانستان کې په بېلابېلو حملو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې پر زياتېدو اندېښنه ښوول شوې وه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما ويلي چې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٣٦٦ افغانان وژل شوي او نږدې ٢٥٠٠ نور ټپيان شوي دي.

بل خوا سره صليب نړيوالې کمېټې په اګست مياشت کې ويلي وو چې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٥٩ داسې پېښې شوي چې پر روغتيايي مرکزونو او روغتيايي کارکوونکو حملې هم په کې شاملې دي.