چارواکي: په میدان وردګ کې په ۶میاشتو کې ۶۰۰ طالبان مړه او ټپیان شوي

د ميدان وردګ ولايت چارواکي ادعا کوي چې په تېرو شپږو مياشتو کې په پوځي عملياتو کې څه باندې ٦٠٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګ امنيه قوماندان ازادي راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ګډو پوځي عملياتو کې اوښتې ده.

مل پاسوال محمد ويس صميمي ازادي راډيو ته وويل: په ميدان وردګ ولايت کې دښمن تر ٦٠٠ زيات تلفات لري چې ملي امنيتي ځواکونو ګډ پوځي عمليات کړي، زموږ همکارانو هم په ځينو مواردو کې په هوايي ضربو کې زموږ له ملي امنيتي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

د ښاغلي صميمي په خبره، په دغو پوځي عملياتو کې افغان پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو هغه يې شمېر په ډاګه نه کړ.

ذبيح اله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند معرفي کوي، خپلو ملګرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ردوي.