د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان ارمان د ګینس په نړیوالو ریکارډونو کې دده د نوم پر ثبتېدو خوښي ښوولې ده.
نوموړي دغه لاسته راوړنه لوی ویاړ بللی او پر خپل ټویټرپاڼې یې د ټولو له ملاتړ او مینې مننه کړې ده.
راشد خان د تر ټولو کم عمره کرکټ لوبغاړي په توګه د ډېرو ویکټو په اخیستلو دغه ریکارډ ثبت کړی دی.
Big Honour and pride thanks to everyone for the love and support ♥️♥️♥️🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫 pic.twitter.com/bIgPzqmSOJ
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) October 4, 2019
راشد خان په ټوله نړۍ کې یواځنی لوبغاړی دی چې له شل کلنۍ وړاندې یې په نړیوال کرکټ کې ټول ټال ۱۷۶ ویکټې اخیستي دي.
په ګینس کې د هغه د ریکارډ ثبتېدو خبر پرون خپور شو.
د افغانستان دغه ورو توپ اچوونکي ۱۱۰ لوبغاړي په نړیوالو یو ورځینو لوبو او ۶۴ په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې سوځولي او همداراز دوه ویکټې یې په ټسټ لوبو کې اخیستې دي.