نن له ولایتونو د ټاکنو مرکزي دفتر ته د حساسو انتخاباتي موادو لېږدول بشپړېږي

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي، د جمعې ورځې تر ماښامه (میزان ۱۲مه) د ۲۳ ولایتونو حساس ټاکنیز مواد کابل ته ورسېدل.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي، له پلان سره سم تمه ده نن شنبه (میزان ۱۳مه) د کابل مرکزي دفتر ته له ولایتونو د حساسو انتخاباتي موادو د لېږدولو بهیر بشپړ شي.

ددغه کمیسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، د پرون جمعې ورځې تر ماښامه د ۲۳ ولایتونو حساس ټاکنیز مواد کابل ته ورسېدل.

ښاغلي ابراهیمي همداراز وویل، "د جمعې تر ناوخته د بیومټریک شویو رایو ۲۰ زره او ۵۰۰ فورمې زموږ له اصلي سرور سره وصلې شوې او دا پروسه دوام لري."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې. د ټاکنو کمیسیون د شمېرو له مخې شااوخوا دوه میلیونه او ۷۰۰ زره کسانو په دغو ټاکنو کې برخه اخیستې ده.