د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: طالبان د دوحې مذاکراتو توافق ته ژمن دي

ښاغلی قریشي په اسلام اباد کې د طالبانو له استازو سره تر لیدنې وروسته وویل چې طالبان له امریکا سره د دوحې مذاکراتو توافق ته ژمن دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، طالبان هغې احتمالي هوکړې ته لا هم متعهد دي چې د قطر مذاکراتو په پای کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لاسلیکوله.

ښاغلي قریشي پرون جمعه (اکټوبر ۴مه) له رویټرز خبري اژانس ته سره مرکه کې ویلي، طالبان چمتو دي پر خپلې ژمنې وفا وکړي. نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره اونۍ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي له اسلام اباده لیدنه وکړه.

د پاکستان هڅه دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لغوه شوي مذاکرات له سره پيل شي.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر او قطرمېشتو طالب مشرانو د پنجشنبه په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د پوځ د استخباراتو مرکزي ادارې (ای اس ای) له رییس جنرال فیض حمید سره وکتل.

په رسنیو کې راپورونه راغلي و چې ګواکې طالبانو د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره کتلي، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې صدراعظم له طالبانو سره نه دي کتلي.

د طالبانو له سفر سره هم مهاله زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد ته تللی و او پاکستاني چارواکو ویلي چې خلیلزاد او طالب استازو هم سره کتلي دي.

ښاغلي قریشي له طالبانو سره تر خبرو وروسته د جمعې په ورځ رویټرز ته ویلي، طالبان هغې احتمالي هوکړې ته متعهد دي چې په قطر کې یې له خلیلزاد سره لاسلیکوله.

د قریشي پر فیسبوک پاڼه د جمعې په ورځ د هغه یوه مرکه هم خپره شوې چې پکې له طالبانو سره لیدنه دوستانه بولي او وايي چې پاکستان د خبرو په بیا پيل ټینګار وکړ.

"خبرې ډېرې ښې مخته لاړې. فضا ډېره ښه وه خبرې هم ښې وې. نظریات هم رد او بدل شول. موږ خپل دریځ په تفصیل سره بیان کړ. د هغوی نظر مو هم په غور واورېد. موږ خپله غوښتنه مطرح کړه چې غواړو مذاکرات بیا پیل شي. له کومه ځایه چې خبرې ماتې شوې وې، له هغه ځایه دي بېرته پیل او خپل منطقي انجام ته ورسیږي."

قریشي پنجشنبه هم له طالبانو سره تر لیدنې وروسته ویلي و چې پاکستان په پوره صداقت له طالبانو سره د امریکا د خبرو د تسهیلوونکي رول ادا کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۸ کال کې له کلونو زندان وروسته د پاکستان له بنده خوشې شو، ترڅو د سولې د خبرو په برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي چې د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوي د پاکستان په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی او هلته یې له شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې او سیاسي مسایلو په اړه خبرې کړي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د چهارشنبه په ورځ (میزان ۱۰مه) اسلام اباد ته لاړ او ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د پوځ د استخباراتو له رئیس سره یې وکتل.

د افغانستان حکومت د طالبانو له دغه شان سفرونو سره نه دی جوړ؛ دا وار د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې که اسلام اباد رښتیا له کابل سره همکاري کوي، باید په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.

ښاغلي صدیقي د پنجشنبه په ورځ پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر بې ګټې وباله او په پاکستان یې انتقاد وکړ چې دده په خبره له یوې "ورانکارې ډلې" په کوربه توب سره یې د هېوادونو تر منځ اصول او اړیکې ماتې کړي دي.

د نړیوالو اړیکو او سیاسي چارو کارپوه سیدانتظار خادم ازادي راډیو ته وویل، دا ناسته پاکستان د امریکا په همغږۍ جوړه کړې وه.

د ښاغلي خادم په خبره، پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په برخه کې په همکاریو سره د ددغه هېواد جګړې په برخه کې پر ځان لګیدلي تورونه پاکوي.

نوموړي وویل: "د افغانستان حکومت باید یواځې ګیلې ونه کړي. دوی باید د خپل نقش د تمثیل لپاره له مختلفو فورمولونو کار واخلي. حکومتونه په ګیلو ښه نه ښکاري. بلکې باید تلاش وکړي چې دنیا قایله کړي چې د افغانستان تصاحب په دغه پروسه کې حتمي دی او له دوی پرته دا پروسه نیمګړې یا ناکامه ده."

طالبان او امریکايي استازي په دوحه کې تر نهو میاشتو مذاکراتو وروسته، په اصولو کې یوې هوکړې ته رسېدلي وو. له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل، القاعده سره د اړیکو پرې کول او امریکا ته له افغانستانه د ګواښ نه کېدو تضمین، بین الافغاني مذاکراتو پيل او اوربند ددغې هوکړې څلور اصلي موضوعات وو.

خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په اتمه له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل. نوموړي وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه چې کابل کې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته طالبانو د سیمې لږ تر لږه څلورو هېوادونو روسیې، ایران، چین او پاکستان ته رسمي سفرونه کړي دي.

په اکثرو دغو سفرونو کې طالب پلاوي له امریکا سره د خپلو شاوخوا یو کلنو خبرو جریان له کوربنو سره شریک کړی او هڅه یې کړې چې د هغوی ملاتړ خپل کړي.