پاکستان او طالبانو له امریکا سره د سولې د بهیر په بیا پیلېدو ټینګار کړی

له طالب پلاوي سره د پاکستاني چارواکو لیدنه

پاکستاني چارواکو له افغان طالبانو سره په لیدنه کې د افغانستان سوله د پاکستان لپاره مهمه بللې او پاکستان او طالبانو دواړو د سولې د بهیر پر بیا پیلېدو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی دا مهال له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د دې هېواد پلازمېنې اسلام‌اباد کې دی.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر په ۲مه نېټه په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې طالبان د پاکستان په رسمي بلنه اسلام‌اباد ته ورځي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیل په ګډون به ورسره په یو لړ مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د تلې ۱۱مه» په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې چې د طالبانو پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او د افغانستان د سولې د خبرو په ګډون‌یې ورسره پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي طالب پلاوي ته د هرکلي په حال کې

خبرپاڼه کاږي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره په خبرو کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د تل‌پاتي ثبات یوازنۍ لار د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ خبرې اترې دي، همدا لامل و چې له تېر یو کال راهیسې یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو اترو ملاتړ کړی.

قریشي همدا شان یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله د پاکستان د ټولنیز اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده او په خبره‌یې چې د شخړې د سوله‌ییزې حل لارې په نتیجه کې به په افغانستان کې تشدد کم شي.

له بلې‌خوا بیا طالب پلاوي په افغانستان کې د سولې په لړ کې د پاکستان ملاتړ ستایلی، دواړو لورو له امریکا سره د خبرو اترو د لغوه شوې لړۍ د بېرته پیلېدو هیله څرګنده کړې او همدا شان‌یې ټینګار کړی چې د سولې د خبرو اترو د بیا پیلېدو په لړ کې د ښه چاپېریال رامنځته کېدو لپاره باید ټولې خواوې په تشدد کې کمی راولي.

په تېره میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د لړۍ تر ختمېدو وروسته دا پاکستان ته د طالب پلاوي لومړی سفر دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

تر دې مخکې دغه پلاوي روسیې، ایران او چین ته هم سفر کړی دی.

له بلې‌خوا بیا د امریکا د کانګرس یوه پلاوي هم په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او پر افغان سولې سربېره‌یې ورسره په یو لړ مسایلو خبرې کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، اسلام‌اباد ته د افغان طالبانو د سفر هم‌مهاله د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد هم د یوه پلاوي په ملتیا له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته تللی دی، خو دا نه‌ده څرګنده چې ایا خلیل‌زاد به له افغان طالبانو سره وویني که نه؟