روسیې د افغانستان د بحران د حل په اړه د حامد کرزي د دريځ ملاتړ وکړ

د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی

د روسیې حکومت ویلي چې د افغانستان د بحران د حل لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دريځ ملاتړ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د اکټوبر په ۲مه د ولادي نړیوال بحث کلب ته په خبرو کې وویل چې له ډېرو امکاناتو سره هم د افغانستان کړکېچ نه‌دی حل شوی.

د روسیې د خبري اژانس تاس په حواله لاوروف ویلي چې غرب تقریباً ۲۰ کاله په افغانستان کې هڅې وکړې، خو په بشپړ ډول ناکام شو او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې خبره ښه پوهېږي.

تاس اشاره کړې چې حامد کرزي تر دې وړاندې په یوه بیان کې ویلي وو چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنې د سولې د مذاکرو د پیل لپاره هڅو ته جدي زیان رسولی شي.

حامد کرزي همداراز د امریکا پر متحده ایالاتو غږ کړی و چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي.