کابل ته د انتخاباتي موادو انتقال به درېیو ورځو کې بشپړ شي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، له ولايتونو پلازمېنې کابل ته د رايو د صندوقونو او انتخاباتو موادو انتقال پيل شوى دى.

د دغه کميسيون په خبره دغه بهیر به د تلې تر ١٣مې بشپړ شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د رايو په شمېر کې ځکه توپيرونه شته چې دا پروسه لا هم په لومړنيو مرحلو کې ده.

صالح محمد صالح د دغه کميسيون له رئیسې حوا علم نورستانۍ سره مرکه کړې او په پيل کې یې ترې پوښتلي چې د ولايتونو مرکزونو او بيا د ټاکنو کمیسیون مرکزي دفتر ته د رايو د صندوقونو د لېږد پروسه څنګه روانه ده؟

Your browser doesn’t support HTML5

د ټاکنو کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ سره مرکه