د ټاکنو کمیسیون یوځل بیا له بیومټریک پرته کارول شوې رایې بې اعتباره وبللې

د دغه کميسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ ازادۍ راډيو ته وويل، له بيومټريک پرته د نورو رايو شمېرل امکان نه لري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون يو وار بيا ټينګار کوي چې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو يوازې بيومټريک رايې د اعتبار وړ دي.

د دغه کميسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ ازادۍ راډيو ته وويل، له بيومټريک پرته د نورو رايو شمېرل امکان نه لري.

اغلې نورستانۍ زیاته کړه: "د بيومټريک رايه موږ ته د منلو وړ ده. په ټاکنو کې مو دا روشد همدې لپاره ونه مانه چې هلته درغلي وه او د درغلۍ د مخنيوي يوازنۍ لاره همدا ټکنالوژي وه. دا استثنا د ټولو کمېشنرانو د ګډې پرېکړې پر اساس په پام کې نيول شوې ده".

پرون د مشرانو جرګې رئيس عبدالهادي مسلميار وويل، د کميسيون مشرتابه به اړ کړي چې غيربيومټريک رايې هم وشمېري. ښاغلي مسلمیار د ټاکنو کمیسیون د رئیسې پروړاندې د توندې ژبې له کارولو بخښنه وغوښته خو بیا یې هم ټینګار وکړ چې بیومتریک باید حتمي نه وي.

په عين حال کې د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي کابل ته به د رايو د صندوقونو او انتخاباتي موادو انتقال تر راروانې شنبه ( تلې ١٣مه) بشپړ شي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتيجې به د تلې په ٢٧مه او نهايي نتيجې د لړمپه١٦مه اعلان شي.