مخابراتو وزارت: شمالي ولایتونو کې به د مخابراتو ستونزه ژر حل کړو

طالبانو د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو ځینې سایټونه له منځه وړي او مخابراتي خدمتونه یې ټکني کړي دي.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداره (اترا) وايي، د هېواد په یوشمېر شمالي ولایتونو کندز، تخار، بدخشان او بغلان کې به ډېر ژر مخابراتي ستونزې حل کړي.

طالبانو د افغانستان په دغو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو ځینې سایټونه له منځه وړي او مخابراتي خدمتونه یې ټکني کړي دي.

ځیني سرچیني چې نه غواړي نوم یې واخیستل، په تېرو دریو ورځو کې د دېرشو مخابراتي سایټونو او بکبونونو د سوزول کېدو خبره کوي.

یوه کس چې افغانستان د مخابراتو په برخه کې تخنیکي معلومات لري ازادي راډیو ته وویل، دغه ګواښ مخابراتي شرکتونو ته يې نږدې پنځلس میلیونه ډالره زیان اړولی او که حالت دغسې دوام وکړي وېره شته چې خصوصي مخابراتي شرکتونه چې په دې هيواد کې خپل فعالیتونه بند او خپلې پانګې بهر ته ولېږدوي.

خصوصي مخابراتي شرکتونو په افغانستان کې سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

د سرچینې په خبره، په افغانستان کې نزدې هره ورځ د مخالفینو له خوا یوه مخابراتي پایه له منځه وړل کیږي چې قیمت یې له ۴۰ زرو ډالرو نیولې تر ۱۰۰ زره ډالرو رسېږي.

مخابراتي شرکتونه له یوې خوا د مخالفینو له ګواښ سره مخامخ دي او له بلې خوا حکومت دوی ته خبرداری ورکوي چې که خپل فعالیت د طالبانو په خوښه بند کړي، جوازونه به یې واخیستل شي.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مرستیال وايي، هغه مخابراتي سایټونه چې تخریب شوي ډېر ژر به بیرته ورغول شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هم په دې اړه اندېښنه لري خو وايي، پانګه وال باید په یو جګړه ییز هېواد کې د پانګونې پر وخت خطرونه پر ځان ومني.

د دغه وزارت رسنیز سلاکار شېرشاه نوابي ازادي راډيو ته وویل: "که چېرې مخابراتي شرکتونه قطع کیږي دا خو دا معنا لري چې موږ (مخابراتي شرکتونه) له طالبانو سره بیعت کوو. اوس خو په افغانستان کې ټول خلک په ستونزه کي دي، هر څوک خطر سره مخ دي."

ښاغلي نوابي همدراز وویل، دوه ورځې وړاندې طالبانو د بغلان په اړوندو سیمو کې د نورې فایبر کیبل هم پرې کړی چې له امله یې په یوشمېر ولایتونو کې انټرنټي خدمتونه په ټپه ولاړ دي.

خو هغه وویل چې د دوی تخنیکي ټیمونه سیمې ته رسېدلي او ژر به یې ورغوي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د مخالفینو د ګواښ او د مخابراتي سایټونو د تخریب له امله مخابراتي خدمتونه په ټپه ولاړ وو.

د اترا ادارې چارواکي وایي، په کندز، تخار، بدخشان او سمنګان کې د تخریب شویو مخابراتي سایټونو او بکبونونو د جوړېدو چارې رواني او ډېر ژر به خپل فعالیت بېرته پیل کړي.

د دغې ادارې تخنیکي مرستیال نقیب الله سیلاب ازادي راډيو ته وویل، اوس هم په یادو ولایتونو کې ځینو مخابراتي شبکو بېرته فعالیت پیل کړی خو د پخوا په شان معیاري نه دي.

ښاغلي سیلاب وویل: "د غږ د کیفیت ستونزه شاید یو څو ورځې اووسي، اوس تخنیکي ټیمونه په ساحه کې دي کار کیږي چې ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي. کیبل بیرته وصل شي او هغه سایټونه چې تخریب شوي بیرته ورغول شي."

له دې وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي وو چې د مخالفینو د ګواښونو له امله د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د شپې له‌خوا مخابراتي شبکې کار نه کوي چې خلکو ته يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.