مسلمیار: له بیومټریک پرته کارول شوې رایې شمېرو

ښاغلي مسلمیار خبرداری ورکوي چې د میزان ۶مې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بیومټریک پرته کارول شوې رایې به د ټاکنو کمیسیون د رئیسې "په پلار هم وشمېرو."

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وایي، په ولسمشریزو ټاکنو کې له بیومټریک پرته کارول شوې رایې باید وشمېرل شي.

ښاغلي مسلمیار په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي خبرداری ورکوي او وایي چې له بیومټریک پرته کارول شوې رایې به د ټاکنو کمیسیون د رئیسې "په پلار به یې هم وشمېرو."

د مشرانو جرګې رئیس په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم ملاتړی دی.

ددغه کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د دوشنبې په ورځ (میزان ۸مه) وویل چې له بیومتریک پرته رایې باطلې دي.

اغلې نورستانۍ زیاته کړه چې د کمیسیون د پرېکړې له مخې بیومټریک رایې د اعتبار وړ دي او "له دې پرته کارول شوې رایې قطعا نه منو."

د عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر کاندیدانو د ټاکنو کمیسیون ددغې پرېکړې هرکلی وکړ.