سرخط: نوماندان دې د ولس ارادې ته درناوی وکړي

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د شنبې د ورځې د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې نوماندان دې د ولس ارادې ته درناوی وکړي.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې تېرو تجربو ته په کتو داسې اندېښنې راپيدا شوي چې شاید یو شمېر نوماندان د پایلو له اعلان وروسته د خلکو رأیو ته درښنت ونه کړي او هېواد د کړکېچ خواته ته بوځي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې افغانان دا وار تمه لري چې په رأیو به يې معامله نه کېږي او ټول اړخونه به د ټاکنو پایلې ومني.

سرمقاله لیکونکی لیکي، د ملګرو ملتونو او په کابل کې یو شمېر سفارتونو هم د ټاکنو د پایلو د منلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې باید ټول اړخونه د غیر رسمي بریا نارې نه وهي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د دوی د معلوماتو په اساس، د ولسمشرۍ ټاکنې د تېر خلاف منظمې او رڼې وې.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د انتخاباتي کمېسیونونو له مسؤلینو غوښتنه کړې چې د ټاکنو په اړه شویو شکایتونو ته سمه رسېدنه وکړي او پاکې رأیې له ناپاکو جلا کړي.

وړاندې په سرمقاله کې له ټولو نوماندانو غوښتنه شوې چې په ټولنیزو رسنیو دې د خپلې بریا غیر رسمي خبرونه نه نشروي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې پرېږدي چې ګټونکی او بایلونکی معلوم کړي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو له قوله لیکلي دي چې په ټاکنو کې د خلکو کمرنګه حضور او تخینکي او امنیتي ستونزو د انتخاباتو مشروعیت تر سوال لاندې راوستی دی.

وړاندې په دې ځانګړي مطلب کې د نوماندانو د شورا له قوله راغلي چې له ټاکنو مخکې يې د څو میاشتو لپاره د ټاکنو د ځنډېدو غوښتنې مطرح کړې وې چې نه یوازې د ټاکنو کمېسیون د دغې پروسې د ترسره کېدو ظرفیت نه لري، بلکې امنیتي شرایط هم اماده نه دي، خو کمېسیون د دوی خبره ونه منله.

هشت صبح:

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان، ټاکنیز ټیمونه او مینه وال یې باید اخلاقي اصول او قوانینو ته درناوی وکړي.

سرمقاله زیاتوي، د قانون پر اساس یوازې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لومړنیو او وروستیو پایلو د اعلان صلاحیت لري، نو هېڅ بله مرجع باید په تخمیني یا خیالي توګه پایلې اعلان نه کړي.

ورځپاڼه وايي، د ټاکنیزو ټیمونو نوماندان باید د بریا په اعلانولو سره له اوسه خلکو ته ابهام او اندېښنه رامنځته نه کړي او دغه شان نوماندان او مینه وال یې باید د درغلیو په اړه بېځایه ادعاوې ونه کړي.

سرمقاله لیکي، یادې ټاکنې داسې ترسره شوې چې درغلي په کې ډېره ستونزمنه وه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې ډول کار پر اساس درغلۍ، د کشف او خنثی کولو وړ دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د رڼو او بریالیو ټاکنو پایلې هم باید مثبتې وي.

وړاندې په سرمقاله کې د ټاکنو له کمېسیونه غوښتنه شوې چې له ژمنې سره سم باید د روان کال د عقرب یا تلې د میاشتې په ۶مه ڼېته وروستۍ پایلې اعلان او نوی ولسمشر معرفي کړي.