د انتخاباتو کمېسیون: د ټاکنو روان بهیر به په پوره شفافیت مخته وړو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له ټاکنو وروسته اوسنی پیل شوی بهیر به په پوره شفافیت مخته وړي او له ټاکنیز مهالوېش سره سم به خلکو ته نتایج اعلان کړي.

د دغه کمېسیون غړو پرون په یو شمېر ولایتونو کې د رأیې ورکوونې په پروسه کې د خلکو د ګډون کچه اعلان کړه.

په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه چې لا هم نه ده بشپړه شوې، د کمیسیون د یوه غړي مولانا محمد عبدالله له خوا د نورو کمیشنرانو په حضور کې رسنیو ته اعلان شوې.

ده وویل: موږ ته تر اوسه پورې له یو شمېر مرکزونو دوه میلیونه او یو لک او شپږ نوي زره او ۴۶۳ رأیې را رسېدلي، دا رأیې د ۳۶۳۷ مرکزونو دي چې ۱۷۶۸۹ محلونه کېږي.

ښاغلي عبدالله وویل چې ژر به د نورو مرکزونو پایلې هم دوی ته ورسېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې له ۵۳۷۵ مرکزونو ۶۱۷ یې تړلي وو.

د افغانستان څلورم دور ولسمشریزې ټاکنې د شنبې په ورځ وشوې، خو انتخاباتي څارونکو د خلکو ګډون نسبت تېرو ټاکنو ته کم بللی دی.