د امریکا د کانګرس استخباراتي کمېټه د ټرمپ د ټیلیفوني خبرو متن غواړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو کمېټه د روسیې د جمهور رئیس په شمول له بهرنیو مشرانو سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټیلیفوني خبرو متن ته لاسرسی غواړي.

د استخباراتو د کمېټې رئیس ادم شیف ان بي سي ټلویزیون ته پرون وویل: مهمه ده چې ولیدل شي چې ټرمپ د نړۍ له مشرانو خاصتاً پوتین سره په خپلو خبرو کې د امریکا امنیت په داسې شکل تر پوښتنې لاندې راوستی چې ده فکر کاوه شخصاً به یې کمپاین ته ګټه ورسوي که څنګه؟

شیف زیاته کړه: که کوم پټ پټونی وي، نو باید پرې پوه شو.

د امریکا د کانګرس د استخباراتو کمېټه وروسته تر هغه د ټرمپ د ټیلیفوني خبرو متن غواړي چې د اوکرایین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره د ټرمپ د خبرو د متن په اړه لانجه راپورته شوې.

په رپوټونو کې راغلي چې د ټرمپ او زیلینسکي د دې مکالمې په متن کې لاس وهل شوی.

ویل کیږي چې ټرمپ له زیلینسکي غوښتي وو چې د جوبایډن د زوی په اړه یوه پلټنه وکړي.

زیلینسکي او ټرمپ تر دغو رپوټونو وروسته په خپله وویل چې په دې برخه کې هېڅ کوم فشار نه دی وارد شوی.

جوبایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ یو اصلي سیال ګڼل کېږي.