د ټاکنیزو مواد درېیو ورځو کې له ولسوالیو د انتخاباتو ولایتي دفتر ته لېږدول کېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رأی اچونې له مرکزونو د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لېږد بهیر به تر راتلونکو دریو ورځو پورې بشپړ شي.

په ولسمشریزو ټاکنو کې د رأی اچونې بهیر پایته رسېدو د رایو له شمېرل کيدو وروسته، له تېر ماښام راهیسې له دغو مرکزونو څخه د کمېسیون ولایتي مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل د یک شنبې په ورځ (میزان ۷مه) ازادي راډيو ته وویل، په کابل او يو شمېر ولایتونو کې ټاکنیز مواد په بشپړ ډول ولایتي دفتر ته رسېدلي دي او په ځینو نورو کې لا دغه بهیر نه دی بشپړ شوی.

په پام کې ده امنیتي ادارې له ناامنو ولسوالیو ټاکنیز مواد د هوا له لارې ولېږدوي.

ښاغلي مل زیاته کړه چې "ریزلټ شیټونه (د نتایجو پاڼې) چې له بیومټریک دستګاوو څخه سرور ته لېږدول کېږي، د پروسس په حال کې دي."

پرون په ټول افغانستان کې د رأی ورکونې په ۴۹۰۵ مرکزونو خلکو خپلې رأیې وکارولې. د ناامنیو له امله ۴۶۲ مرکزونه تړلي پاتې شول.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونو ته په خوندي ډول د ټاکنیزو موادو د لېږد خبر ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي په دې اړه رسنیو ته وویل: د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټاکنیزو موادو د لېږدولو په حال کې دي، ان شالله چې د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش سره سم د دغو موادو د لېږد لپاره هڅه کېږي، د امنیتي پلان له مخې لکه څرنګه چې لومړی او دوهم پړاو په ښه توګه بشپړ شو، درېیم پړاو چې د ولایتونو مرکزونو ته د موادو لېږد دی، هم به په ښه توګه ترسره شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي

د دفاع وزیر اسدالله خالد هم ویلي دي، له هغو ولسوالیو څخه چې د ځمکې له لارې د ټاکنیزو موادو لېږد ستونزمن دی، د هوا له لارې به د ولایتونو مرکزونو ته ولېږدول شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ څلورمې ټاکنې د شنبې په ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې.

د شنبې د ورځې په دغو ټاکنو کې د تېرو ټاکنو په پرتله د خلکو د ګډون کچه کمرنګه ښودل شوی دی.

له ټولو ستونزو او اندېښنو سره سره، خلک او ټاکنیز ټیمونه د دغو ټاکنو پایلو ته انتظار باسي.

د ټاکنو د قسمي پایلو اعلان هم د ټاکنیزو موادو لېږد پورې تړاو لري چې د رأی ورکونې له مرکزونو څخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي مرکزونو ته لېږدول کېږي.

د ټاکنو د مهالوېش له مخې ټاکل د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷مه نېټه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه نېته اعلانېږي.