د ناټو سرمنشي افغانان په انتخاباتو کې د ګډون له امله ستایلي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان خلک چې پرون یې په ټاکنو کې ګډون وکړ، ستایلي دي.

سټولټنبرګ پرون د سپټمبر په ۲۸مه پر ټوېټر لیکلي چې ناټو تړون په افغانستان کې سولې ته د شرایطو د برابرولو لپاره د دې هېواد ترڅنګ ولاړ دی.

په کابل کې د امریکا سفارت هم افغانانو ته د زړورتیا لپاره چې د تهدیدونو په اوج کې له کورونو ووتل او دخپل ډموکراتیک حق لپاره یې رأیه ورکړه، مبارکي ویلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما ویلي چې وخت، سړې سینې او حوصلې ته اړتیا ده، تر څو د انتخاباتو کمېسونونه شکایتونه وڅېړي او پایلې اعلان کړي.

د پاکستان حکومت هم افغانانو ته مبارکي ویلي چې څلورم وار یې په بریالیتوب د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره کړې.

د پاکستان د حکومت په رسمي بیان کې چې پرون خپور شوی، لیکل شوي چې پیاوړی، خپلواک او سوله ییز افغانستان غواړي او د ټولې سیمې سولې او ثبات ته یې مهم ګڼي.