نی: د انتخاباتو پر مهال بايد د خبريالانو امنيت په لومړيتوب کې وي

په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره نى وايي، د انتخاباتو پر مهال بايد د خبريالانو د امنيت خونديتوب په لومړيتوبونو کې وي.

دغې ادارې نن په يوه اعلاميه کې ويلي، څرنګه چې خلکو ته د رسنيو له لارې د ټاکنو په اړه معلومات وړاندې کېږي، نو د ټاکنو په ورځ د خبريالانو د امنیت ټينګول بايد د امنيتي ارګانونو په لومړيتوبونو کې شامل وي.

نى په خپله اعلاميه کې ټينګار کړى چې رسنۍ کولى شي چې د ټاکنو په اړه د معلوماتو په خپرولو سره د ټاکنو له شفافيت سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار ولايت کې د هېواد په نوم د خصوصي راډيو يوه محلي خبريال عبدالحميد هوتکي چې د سې شنبې په ورځ په يوه چاودنه کې ټپي شوى و، تېره چهارشنبه په روغتون کې ساه ورکړه.

هغه د ولسمشرۍ د کانديد محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاين پر دفتر د ماين په چاودنه کې ټپي شوى و.

افغانستان په ٢٠١٨ میلادي کال کې د نړۍ په سطحه د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړى هېواد بلل شوى و.