د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې د افغان ژورنالېستانو د امنیت غږ کړی

یو شمېر افغان خبریالان

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې په افغانستان کې د ژورنالېستانو امنیت ته د زیاتې پاملرنې غږ کړی دی.

دې ادارې له پاریسه پرون د سپټمبر په ۲۶مه په یوه بیان کې ویلي چې خبریالان او رسنۍ د ازادو او ډموکراتیکو انتخاباتو تضمینوونکي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د شنبې په ورځ دي.

د بې پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې د افغانستان د چارو مسئول رضا معیني د جمهوري ریاست له ټولو کاندیدانو غوښتنه کړې چې د ازادو رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته خپل تعهد کلک وساتي.

د دې ادارې په حواله، په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې پنځه خبریالان وژل شوي دي.