لاوروف: افغانستان د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د سپټمبر په ۲۵مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې ویلي چې افغانستان د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.

سرګي لاوروف ویلي چې په غیر صورت کې به د افغانستان شمالي سیمې یو وار بیا د نړیوالو ترورېستي سازمانونو د خېز په زینه بدلې شي.

لاوروف ویلي چې د ګډ امنیتي تړون سازمان او د شانګهای د همکاریو سازمان هغو ګواښونو ته متوجې دي چې د افغانستان له لوري پېښېدای شي.

دا خبر د روسیې خبري‌ اژانس تاس خپور کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له افغانستانه منځنۍ اسیا ته هم ګواښ متوجې دی.

سرګي لاوروف د امنیت شورا ته ویلي چې د افغانستان شمالي ولایتونه د داعش په رهبرۍ د نړیوالو ترورېستي سازمانونو لپاره د فعالیت په ځاله بدلېدای شي.

لاوروف ویلي، له شک پرته افغانستان مناسبې بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري، څو پر دې تهدید برلاسی شي.

د افغانستان حکومت لا په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.